د افغانستان مشهوره سندرغاړې سیتا قاسمي د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په ارزښت د نجونو د زده کړو لپاره یو ښوونځی جوړوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سیتا قاسمی د دغه ښوونځي د جوړولو تړون نن شنبې د زمري ۱۲ مه د پوهنې له وزیر میرویس بلخي سره لاسلیک کړ.
سیتا قاسمي د دغه تړون د لاسلیک پر مهال ویلي، دا ښوونځی به په یوه محرومه سیمه کې له ښوونځي لرې او بې برخې ماشومانو لپاره جوړ کړي.
پر دغه ښوونځي به ۱۰۰ زره امریکايي ډالر ولګول شي، چې لګښت یې سندرغاړې سیتا قاسمي پر غاړه اخیستی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل