۰
عبدالله عبدالله:

پولیس باید د ټاکنو امنیت ونیسي او مداخله په کې ونه کړي

یکشنبه ۱۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۲۵
د افغان حکومت اجرائیه رییس او د سولې او همپالنې د انتخاباتي ټیکټ مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، پولیس مسوول دي، چې امنیت خوندي کړي.
پولیس باید د ټاکنو امنیت ونیسي او مداخله په کې ونه کړي
د افغان حکومت اجرائیه رییس او د سولې او همپالنې د انتخاباتي ټیکټ مشر ډاکتر عبدالله عبدالله وایي، پولیس مسوول دي، چې امنیت خوندي کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله څرګندونې نن د پولیسو د همغږۍ په غونده کې، چې کابل کې جوړه شوې وه وکړې او ټینګار یې وکړ، چې پولیس باید په ټاکنو کې د مداخلو مخه ونیسي.

هغه په خپلو خبرو کې و ویل«سره له دې چې پولیس د ټاکنو د امنیت دنده لري، باید په ټاکنو کې د لاسوهنو مخینوی هم وکړي، او خپله هم په کې له مداخلې کولو ډډه وکړي.»

نوموړی و ویل، چې نه یوازې پولیس بلکې ټول امنیتي ادارې باید د ټاکنو د امنیت په تامین، د درغلیو په مخنیوي کې خپل مسوولیت ادعا کړي او پرېنږدي، چې دغه ملي پروسه کې مداخلې او درغلۍ وشي.

ښاغلي زیاته کړه، ټول امنیتي ادارې باید د ټاکنو د امنیت په تامین کې برخه واخلي او له خپل واک په استفادې باید د هغو کسانو مخه ډب کړي چې هڅه کوي ټاکنې بحران ته بوځي او یا درغلیو ته زمینه برابره کړي.

دغه راز هغه و ویل، چې ټول امنیتي ارګانونه باید په ټاکنو کې بې طرفه وي او په کې له هر ډول لاسوهنې ډډه وکړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس وايي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به پر خپل وخت ترسره کېږي او د ملي یووالي حکومت ټاکنو ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي