۰
کابل کې د پاکستان سفیر:

ښايي د امریکا او طالبانو د سولې تړون د اګست په ۱۳ مه لاسلیک شي

سی شنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۷
کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان، ویلي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی او ښايي دواړه لوري ډېر ژر د سولې تړون لاسلیک کړي.
ښايي د امریکا او طالبانو د سولې تړون د اګست په ۱۳ مه لاسلیک شي
کابل کې د پاکستان سفیر زاهد نصرالله خان، ویلي د امریکا او طالبانو تر منځ خبرو کې خورا ډېر پرمختګ شوی او ښايي دواړه لوري ډېر ژر د سولې تړون لاسلیک کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د پاکستان سفیر زیاته کړې، چې د سولې تړون ښايي د روانې میلادي اګست میاشتې په ۱۳ مه نېټه د امریکا او طالب استازو تر منځ لاسلیک شي.

په ورته وخت کې نوموړي ویلي، چې اسلام آباد د صادقانه او ګټورو خبرو لپاره طالبان هڅولي، چې له امریکا سره خبرې او د سولې تړون وکړي.

هغه اعتراف کړی، چې پاکستان پر طالبانو نفود او دغه راز د طالبانو د قطر پر دفتر نفوذ لري خو د قطر په دفتر یې نفوذ محدود ښودلی دی.

زاهد نصرالله خان له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکه کې ویلي«هو، موږ محدود نفوذ لرو، دوه میلیون مهاجر په پاکستان کې اوسېږي، ځکه پر طالبانو نفوذ لرو، نه یوازې پر طالبانو بلکې پر افغانستان دا نفوذ په بده معنی نه بلکې، د اړیکو د اهمیت له پلوه دي، دا معنی چې افغانستان هم پر پاکستان نفوذ لري.»

نوموړی د قطر د خبرو په اړه وایي، خلیلزاد ډاد ورکړیو چې د سولې تړون به ښه تړون وي، سوله به راشي او له هغې وروسته به بین الاافغاني غونډې پیل شي.

ښاغلی زاهد وايي د راتلونکي حکومت جوړښت، په ټولنه کې د طالبانو مدغم کول په قدرت کې شریکدل دا ټول مسایل به افغانان په خپله حلوي.

بلخوا د قطر په پلازمینې دوحه کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د دریمې ورځې مذاکراتو وروسته دواړو لورو ویلي، چې په خبرو کې ښه پرمختګ شوی دی.

په قطر کې د طالبانو د مرکچي پلاوي غړي عباس ستانکزي هم ویلي، چې په خبرو کې پرمختګ شوی خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

دغه راز د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، هڅې روانې دي، چې د سولې مذاکرات له لوی اختر مخکې پای ته ورسېږي.

نوموړي ټینګار کړی، چې په خبرو کې اویا، اتیا سلنه پرمختګ شوی او هڅې همدا دي، چې په همدې پړوا کې تړون نهايي او لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي