د وسله والو طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده د لوی اختر په مناسبت خپاره کړي پیغام کې یو ځل بیا د خبرو او جګړې پر تګلارو ټینګار کړی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د طالبانو مشر ویلي، د خپل هدف تر لاسه کولو لپاره هم د سولې مذاکراتو او هم جګړې ته ادامه ورکوي.
په دغه پیغام کې ویل شوي، د خپل هدف لپاره مبارزه کوي او تر هغه به دوام ورکړي، چې بهرني ځواکونه له افغانستان څخه وتي نه وي او اسلامي نظام ټینګ شوی نه وي.
ملا هبت الله د استقلال د سلمې کلیزې مبارکي هم افغانانو ته ورکړې او پر وسله والو طالبانو یې غږ کړی چې د اختر په ورځو کې د عامو وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.
په دغه پیغام کې ټینګار کشوی، چې دوی د ټولګټو پروژو ساتونکي دي، له بې طرفه مرستندویه بنسټونو سره کار نه لري او د ملکي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.
ملا هبت الله اخندزاده له امریکا غوښتي چې د سولې په خبرو کې رښتینې شي او د طالبانو په څېر په دې برخه کې جدیت غوره کړي.
د طالبانو مشر د ملکي وګړو د خوندیتوب سپارښتنه پر داسې مهال کوي، چې پرون کابل کې د طالبانو په یوه برید کې ۸ ملکي وګړي و وژل شول او ۹۲ نور ټپیان شول.
دغه برید د کابل ښار پر شپږمه امنیتي حوزه د موټر بم ځانمرګي بریدګر په وسیله وشو، چې په کې ټول ۱۴ تنه وژل شوي او ۱۴۵ نور ټپیان شوي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل