راپورونه وایي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبد الرحمن آل ثاني له امریکایي چارواکو او طالب استازو سره لیدلي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آل ثاني په جلا جلا ډول د امریکا او طالبانو له استازو سره کتلي او پر افغان سوله یې ورسره خبرې کړې دي.
طالبانو یوې سرچینې ویلي قطري چارواکو له امریکا سره د سولې تړون د متن په چمتو کولو کې رول درلود.
راپورونه زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړې دوه اوونۍ وروسته به د دغې ډلې استازي د افغانانو خپلمنځي غونډه کې برخه واخلي.
سرچینې زیاتوي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ پر ګڼو مواردو موافقه شوې او ښايي په همدې نهم پړاو خبرو کې هوکړه لیک لاسلیک کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل