جوزجان کې د افغان ځواکونو یو قوماندان په داسې حال په جګړه کې وژل شوی، چې زوی یې هم په دې جګړه کې و او د وسله والو مخالفینو په لیکو کې یې د خپل پلار پر ضد جګړه کوله.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وژل شوی قوماندان باز محمد نومېږي، پنخوس کسیزه امنیتي قراګاه یې تر لاسه لاندې وه او تېره شپه یې د جوزجان ولایت د فیض آباد ولسوالۍ د کولداش په سیمه کې د طالبانو پر ضد جګړه کوله.
په دغه اوږده جګړه کې د قوماند باز محمد زوی هم شتون درلود، خو هغه د وسله والو طالبانو په لیکه کې و او د خپل پلار پر ضد جنګېده.
په دې جګړه کې قوماندان باز محمد، چې ۶۰ کاله عمر درلود او د افغان ځواکونو پخوانی افسر وو وژل شوی دی.
د فیض آباد ولسوال هم د باز محمد د وژل کېدو پخلی کړی ویلي یې دي، د هغه زوی فریدون د طالبانو په لیکو کې و او د مزار شریف او شبرغان تر منځ لار باندې یې فعالیت درلود.
ولسوال الف شاه وایي، په دغه جګړه کې د باز محمد تر څنګ د هغه تر قوماندې لاندې ۱۱ نور سرتېري هم وژل شوي دي.
د ولسوال په وینا د افسر باز محمد جنازه نن په خپله پلرنی هدیره کې خاورو ته وسپارل شوه.
جمهورخبري آژانس:جوزجان