۰

افغانستان له پاکستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۷
افغانستان د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره د پرلپسې راکټي بریدونو پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمآ شکایت وکړ.
افغانستان له پاکستانه د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته شکایت وکړ
افغانستان د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره د پرلپسې راکټي بریدونو پر ضد د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته رسمآ شکایت وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازې عادله راز په یوه لیک کې د امنیت شورا نه غوښتي، چې د پاکستان د پوځ له لوري پر افغان خاوره د بریدونو درولو لپاره جدي اقدام وکړي.

په دغه لیک کې ویل شوي پاکستان له تېرو څو کلونو راهیسې د ټولو قوانینو خلاف پر افغان خاوره بریدونه کوي، چې له امله یې دې ته ورته شکایت د فبرورۍ په ۲۲ مه هم د امنیت شورا ته شوی دی.

راز په دغه لیک کې زیاته کړې، چې پاکستان په تېرو دوه ورځو کې د کونړ پر شلتن ولسوالۍ تر ۲۰۰ ډېر راکټونه ویشي دي.

نوموړې ویلي د دغه راکټي بریدونو له امله د خلکو کورونه ویجاړ شوي او د سیمې یو شمېر اوسېدونکي نورو سمو ته په کډه کولو اړ شوي دي.

په لیک کې راغلي، پاکستان له دې سره سره د افغانستان پر خاوره توغندويي بریدونو ته دوام ورکوي چې افغانستان د پاکستان له حکومت سره په ځلونو تماسونه نیولي او ورڅخه غوښتي یې دي چې دا ډول غیرقانوني او غیرموجه بریدونه نور بس کړي.

دې د ملګروملتو له امنیت شورا غوښتنه کړې چې د پاکستان د سرغړونو خلاف جدي او لازم اقدام وکړي.

د یادونې ده، چې پاکستاني ځواکونو له تېرو څو ورځو راهیسې یوازې د افغانستان پر کونړ ولایت تر ۷۰۰ زیات راکټونه ویشتي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي