۰
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر:

له طالبانو سره د موافقې په اساس به ډېری پوځیان وباسو

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې هیله څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د هوکړې په اساس به امریکا خپل ډېری پوځیان له افغانستانه وباسي.
له طالبانو سره د موافقې په اساس به ډېری پوځیان وباسو
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو په تازه څرګندونو کې هیله څرګنده کړې، چې له طالبانو سره د هوکړې په اساس به امریکا خپل ډېری پوځیان له افغانستانه وباسي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې له تېرې جمعې راهیسې د قطر پلازمېنه دوحه کې د امریکا او طالبانو تر منځ پر افغان سوله د خبرو نهم پړاو جریان لري.

باوري سرچینې وايي، پرون دواړه لوري د شپې تر لس نیمو بجو پورې سره ناست و او هوکړې پر پاتې مسایلو یې ژورې خبرې وکړې.

ځینې سرچینې وايي، د دواړو لورو تر منځ ټول ستونزمن ټکي حل او هوکړه وروستۍ شوې ده، خو ځینې سرچینې بیا وایي، امریکایانو د موافقې د متن د ځینو الفاظو وضاحت وغوښت.

د سرچینو په وینا له دې امله د موافقې نهايي کېدا یو څه وځنډېده خو له دې سره سره دواړه خواوې وايي چې موافقه نهايي شوې ګڼي.

له دې سره سم پرون سه شنبې د وږي ۵ مه د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو ویلي د طالبانو سره د موافقې په اساس به له افغانستانه د امریکايي پوځیانو لویه برخه وایستلی شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر پر داسې مهال د ډېری سرتېرو د ایستلو خبره کوي، چې وړمه ورځ ولسمشر ټرمپ د جي ۷ سرمشریزه غونډې څنګ کې خبریالانو ته ویلي، چې له افغانستانه د ځواکونو وتلو ته بېړه نه لري.

ټرمپ ویلي و، چې امریکایي ځواکونه به افغانستان کې پاتې وي او د وتلو هېڅ ډول مهال وېش یې وجود نه لري.

ځینې سرچینې وايي، د ټرمپ د همدې څرګندونو له امله د امریکايي او طالب استازو تر منځ وروستۍ شوې هوکړه هم ځنډېدلې ده.

خو ځینې سرچینې وايي، هوکړه شوې او خلیلزاد کابل ته راون دی تر چې د موافقې متن او د خبرو معلومات له افغان حکومت سره شریک او وروسته به هوکړه لاسلیک شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي