۰

طالبانو هرات کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي

چهارشنبه ۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۷
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو هرات ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې ډلې برید کړی او ۱۴ تنه یې وژلي دي.
طالبانو هرات کې ۱۴ ولسي پاڅون کوونکي وژلي دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، وسله والو طالبانو هرات ولایت کې د ولسي پاڅون کوونکو پر یوې ډلې برید کړی او ۱۴ تنه یې وژلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه تېره شپه د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د چهار درې په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالحد ولي زاده وايي، طالبانو د شپې دولس بجې په یاده سیمه کې پر ولسي پاڅون کوونکو برید کړی، چې جګړې د څو ساعتونو لپاره دوام درلود.

د هغه په وینا د امنیتي سرتېرو په رسېدو سره طالبان شا تګ ته اړ شوي، مرګ ژوبله ورته اوښتې او ۷ تنه ملکي وګړي هم ټپیان شوي دي.

خو د هرات د امبولانس مشر وایي، د جګړې له ځایه د ۱۴ ولسي پاڅون کوونکو مړي حوزوي روغتون ته وړل شوي او دغه راز ۹ تنه ټپیان شوي، چې ۸ یې روغتون ته رسول شوي چې ملکي وګړي هم په کې شامل دی.

طالبانو هم ویلي، چې په حکومت پلوه ځواکونو یې برید کړی ۱۱ تنه یې وژلي او درې نور یې ټپیان کړي دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي