۰
روسیه:

داعش او حزب التحریز افغانستان کې د جنګیالیو جلب و جذب چټک کړی

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی ولادیمیر ورانکوف ویلي داعش او حزب التحریر ډله په افغانستان کې د جنګیالیو د جلب و جذب پروسه چټکه کړې ده.
داعش او حزب التحریز افغانستان کې د جنګیالیو جلب و جذب چټک کړی
په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازی ولادیمیر ورانکوف ویلي داعش او حزب التحریر ډله په افغانستان کې د جنګیالیو د جلب و جذب پروسه چټکه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړي د امنیت شورا غونده کې د داعش ګواښونو ته په اشارې ویلي، دغه ډله افغانستان کې ۴ زره سرتېري لري.

هغه ویلي، چې د داعش جنګیالي تر ډېره د افغانستان ختیځ ننګرهار او کونړ ولایتونو کې مېشت دي او سیمې ته د رسېدولپاره د افغانستان له خاورې د پله کار اخلي.

په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي دا هم ویلي، چې داعش او حذب التحریر په افغانستان کې د جلب و جذب لړۍ چټکه کړې ده.

په ورته وخت کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف هم د افغانستان په شمال کې د داعش د فعالیت پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې ده.

لاوروف ویلي دوی ته ډېر خطرناک راپورونه رسېدلي، چې داعش منځنۍ آسیا ته د تګ په لټه کې دي او شمال کې یې فعالیتونه زیات کړي دي.

هغه اندېښنه ښودلې، چې له طالبانو سره د سولې تر تړون وروسته کېدای شي افغانستان بیا د القاعده او داعش په ځالې بدل شي.

روسیه پر داسې مهال افغانستان کې د داعش د فعالیت له زیاتېدو اندېښنه ښيي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، داعش د افغانستان لپاره ستراتېژیک ګواښ نه دی.

د امنیت شورا په وینا دغه ډله د افغانستان په ختیځ کې سخته ځپل شوې، کلیدي کسان یې وژل شوي او لا یې هم پر وړاندې د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي