۰
طالبانو ته د امریکا د سفیر پېغور:

هم سوله کوی او هم د افغانستان تاسیسات ورانوی

پنجشنبه ۷ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
کابل کې د امریکا سفیر جان بس طالبانو ته پېغور ورکړی، چې هم له امریکا سره د سولې خبرې کوي او هم د افغانستان تاسیسات ورانوي.
هم سوله کوی او هم د افغانستان تاسیسات ورانوی
کابل کې د امریکا سفیر جان بس طالبانو ته پېغور ورکړی، چې هم له امریکا سره د سولې خبرې کوي او هم د افغانستان تاسیسات ورانوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سفیر بس دغه پېغور په خپل توېټر پرون چهارشنبې د وږي ۶ مه وروسته تر هغې لیکلي، چې طالبانو په یوه اعلامیه کې سلام مخابراتي شبکې ته ګواښ وکړ.

طالبانو تر دې خبرداري څو ورځې وروسته پرون د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې د سلام مخابراتي شبکې یوه ستنه والوځوله او دغه راز یې په خوست ښار کې د یادې شبکې مرکزي دفتر په بمي چاودنه کې والوځولو.

د خوست امنیتي چارواکي وایي، ماین د سلام مخابراتي شبکې مخې ته اېښودل شوی و، چې د چاودنې له امله یې ټول وسایل له منځه وړل شوي او دفتر تړل شوی دی.

همدې ته په غبرګون کې کابل کې د امریکا سفیر طالبانو ته د پېغور په شکل په خپل ټوېټر لیکلي چې هم سوله کوی او هم د افغانستان تاسیسات ورانوی.

جان بس زیاته کړې، طالبان وايي سوله غواړو او یوې موافقې ته، چې جوړ جاړي ته لاره هواروي نژدې دي، خو په عین وخت کې مخابراتي شبکې او نور هغه تاسیسات ورانوي چې افغانان پرې تکیه دي.

نوموړي ویلي «موږ او افغانان باید د طالبانو خبرو ته غوږ ونیسو، که عمل ته یې وګورو.»

د یادونې ده طالبانو په اعلامیه کې په سلام مخابراتي شبکې تور پورې کړی و، چې ګڼې جاسوسي کوي او د دوی له اصولو سرغړونه کوي، چې په خبره یې د نظامي اهدافو په شان به په نښه شي.

خو د مخابراتو سرپرست وزیر فهیم هاشمي ویلي د طالبانو هېڅ ډول ګواښ به د سلام مخابراتي شبکې فعالیت بند نه شي کړی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي