۰
کورنیو چارو وزارت:

قندوز ښار له طالبانو پاک شوی، چاڼیز عملیات لا هم روان دي

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۰
کورنیو چارو وزارت وايي، پر قندوز ښار د طالبانو برید یې دغه ډلې ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره مات کړی او دغه ښار یې له طالبانو پاک کړی دی.
قندوز ښار له طالبانو پاک شوی، چاڼیز عملیات لا هم روان دي
کورنیو چارو وزارت وايي، پر قندوز ښار د طالبانو برید یې دغه ډلې ته په درنې مرګ ژوبلې اړولو سره مات کړی او دغه ښار یې له طالبانو پاک کړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه له څلورو خواو پر قندوز ښار بریدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شول.

په پیل کې طالبانو د ښار په لور څه پرمختګ وکړ، خو د کمانډو او نورو افغان ځواکونو په رسېدو سره پر طالبانو هوایي او ځمکني بریدونه ډېر شول.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې، مړي یې د جګړې په میدان پاتې دي او یو شمېر نور ژوندي نیول شوي دي.

وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي هغه طالبان چې د تېښتې په حال کې دي د افغان ځواکونو له کمین سره مخ کېږي او مرګ ژوبله ورته اوړي.

دغه وزارت وايي، په ښار کې لا هم چانیز عملیات روان دي خو دغه وزارت په یاد ښار کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه هېڅ نه دي ویلي.

بل خوا ویل کېږي چې کندوز ښار کې پرون هغه مهال ځانمرګی برید وشو، چې امنیه قوماندان د جګړې په اړه خبریالانو ته معلومات ورکول.

راپورونه وایي، په برید کې د امنیه قوماندانۍ د ویاند او مرستیال په ګډون ۱۰ تنه وژل شوي او د امنیه قوماندان په ګډون یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت هم منلی او د قندوز په جګړه کې یې افغان ځواکونو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې، خو د خپل لوري د مرګ ژوبلې او ماتې په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي