۰

قطر کې د سولې نهم پړاو خبرې پاتی ته رسېدلې، خلیلزاد کابل ته روان دی

یکشنبه ۱۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۳
قطر کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ پر افغان سوله د خبرو نهم پړاوی پای ته رسېدلی او خلیلزاد کابل ته روان دی.
قطر کې د سولې نهم پړاو خبرې پاتی ته رسېدلې، خلیلزاد کابل ته روان دی
قطر کې د امریکا او وسله والو طالبانو د استازو تر منځ پر افغان سوله د خبرو نهم پړاوی پای ته رسېدلی او خلیلزاد کابل ته روان دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امریکا او طالبانو له تېرو لسو ورځو راهیسې پر افغان سوله نهم پړاو مذاکرات پیل کړی و، چې پرون شپه پای ته ورسېدل.

تر اوسه معلومه نه ده، چې دواړه لوري کومې هوکړې ته رسېدلي که نه، د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، نهم پړاو خبرې پای ته ورسېدې.

خلیلزاد په یوه ټوېټ کې لیکلي« موږ په قطر کې له طالبانو سره د خبرو دغه دور پاې ته ورساوه. زه به نن وروسته د سلا مشورو لپاره کابل ته سفر وکړم.»

نوموړي د نهم پړاو خبرو تر پای ته رسېدو او پر قندوز ښار د طالبانو له برید وروسته په یوه بل ټوېټ کې ویلي دغه موضوع یې قطر کې له طالب چارواکو سره یاده کړې او ورته ویلي یې دي، چې تاوتریخوالی باید پای ته ورسول شي.

د خلیلزاد په وینا جګړه به هغه مهال ختمه شي، چې ټولې غاړې یې پر ختمولو موافقه وکړي او ټول افغانان باید د یوه سیاسي جوړجاړي او هر اړخیزه اوربند تر لاسه کولو لپاره په بین الاافغاني مذاکراتو کې سره راټول شي.

هغه په یوه بل ټوېټ کې ډاډ څرګند کړی، چې دوی د زور زیاتي د کمولو او د سولې د تر لاسه کولو پر یوازیني عملي لار کې دي.

په ورته وخت کې د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین هم په یوه ټوېټ کې تایید کړې، چې نهم پړاو خبرې تېره شپه پای ته ورسېدې.

دی وايي، په وروستۍ ناسته کې توافق وشو، چې د دواړو لور تخنیکي ټیمونه به نن د دوه ساعتونو لپاره د هوکړې ځینې پاتې تخنیکي اړخونه بشپړ کړي.

شاهین ویلي«خپل مسلمان او مجاهد ولس ته ډاډ ورکو، چې د اشغال د پای ته رسېدو او له سوله ییزې لارې د افغانستان د ستونزې د حل په درشل کې یو.»

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي