د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي یو ځل بیا ویلي هېواد یې د افغانستان د سولې پروسه کې هر اړخیزه همکارۍ ته چمتو دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې قریشي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې، پاکستان په افغانستان کې د خبرو له لارې د جګړې پای ته رسېدو پلوي دی او غواړي دغه هېواد د بین الاافغاني خبرو پر مټ تل پاتې سولې ته ورسېږي.
نوموړي ویلي، چې د سولې لپاره د زمینې برابرولو په برخه کې د پاکستان رول مهم دی او لا به هم خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې، چې د افغان سولې په تړاو تل له امریکا په تېره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره په اړیکه کې دي او له یو بل سره مشورې کوي.
د یادونې ده، چې پاکستاني چارواکو په وار وار د افغان سولې په برخه کې د همکارۍ او له افغانستان سره د اړیکو ښه کولو څرګندونې کړې، خو په عمل کې یې هېڅ نه دي کړي.
سیاسي شنونکي وايي، د پاکستان واک ټول د پوځ او آی اېس آی په لاس کې دی او ملکي حکومت یې که وهم غواړي د افغان سولې په برخه کې مرسته نه شي کولي.
جمهورخبري آژانس:کابل