۰
کورنیو چارو وزارت:

پلخمري کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دی

دوشنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۹
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان مرکز پلخمري ښار د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او طالبان د تېښتې په حال کې دي.
پلخمري کې د طالبانو بریدونه په شاه تمبول شوي دی
کورنیو چارو وزارت وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بغلان مرکز پلخمري ښار د طالبانو بریدونه په شاه تمبولي او طالبان د تېښتې په حال کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې طالبانو وړمه شپه تر قندوز وروته د بغلان مرکز پلخمري ښار باندې هم له دریو خوا بریدونه وکړل.

راپورونه وايي، افغان ځواکونو پرون په طالبانو مرګوني بریدونه وکړل، خو بیا هم تېره شپه د دواړو لورو ترمنځ شدیده جګړه روانه وه.

پلخمري کې خبریالان وایي، لا هم ښار ته تللې لارې تړل شوې او جګړه روانه ده، خو د مرګ ژوبلې په اړه تر اوسه معلومات نشته دي.

خو کورنیو چارو وزارت وايي، د پلخمري جګړه کابو شوې، طالبان له ماتې سره مخ او د تېښتې په حال کې دي.

یاد وزارت وايي، ښار ته تازه دمه ځواکونه هم رسېدلي، چې پر طالبانو یې فشارونه زیات کړي او درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د کورنیو چارو وزارت د خپرپاڼې په وینا جګړه کې تر اوسه ۲۱ طالبان وژل شوي، ۱۳ ټپیان او ۸ ژوندي نیول شوي دي.

کورنیو چارو وزارت د افغان ځواکونو او ملکیانو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

طالبانو هم تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي