سیمه ییز چارواکي وايي، لغمان ولایت کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو له امله ۱۱ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۰ مه ماښام مهال د لغمان ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې ده.
د لغمان ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې وایي، هاوان مرمۍ د وسله والو طالبانو له لوري توغول شوې وه، چې په یوه کور لګېدلې ده.
په خبرپانه کې ویل شوي، په دغه پېښه کې د یادې کورنۍ پنځه غړي وژل شوي او شپږ نور یې ټپیان شوي دي.
د لغمان والي آصف ننګ دا کار د وسله والو طالبانو بللی او په کلکو ټکو یې غندلی دی.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده، چې پرون د فراه په انار دره، د بلخ په چمتال او د فاریاب په ګرزیوان ولسوالیو کې هم ملکی وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې.
اناردره کې ماین چاودنې د امنیه قوماندان د کورنۍ شپږ غړي وژلي، د چمتال ولسوالۍ کې د ولسي وګړ په سراچه موټر ماین چاودنې ۸ تنه مکلیان وژلي او ګرزیوان ولسوالۍ کې په یوه کور د هاوان لګېدو ۱۲ ملکیان وژلي.
جمهورخبري آژانس:لغمان