۰

طالبانو له امریکا سره د هوکړه لیک متن خپلې مشرتابه شورا ته لېږلی

سی شنبه ۱۲ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۰
پاکستاني رسنیو د طالبانو د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د قطر دفتر استازو یې له امریکا سره د کېدونکي هوکړه لیک متن خپلې مشرتابه شورا ته لېږلی دی.
طالبانو له امریکا سره د هوکړه لیک متن خپلې مشرتابه شورا ته لېږلی
پاکستاني رسنیو د طالبانو د یوې سرچینې له قوله راپور ورکړی، چې د قطر دفتر استازو یې له امریکا سره د کېدونکي هوکړه لیک متن خپلې مشرتابه شورا ته لېږلی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او طالبانو تر منځ نهم پړاو خبرې دوه ورځې وړاندې پای ته رسېدې، چې خلیلزاد کابل ته ترې راغی او د طالبانو او امریکایي لورو تخنیکي کمېټې لا هم هلته پر ځینو موضوعاتو خبرې کوي.

خلیلزاد کابل ته په رسېدو له ولسمشر غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر نورو افغان چارواکو او سیاسیون سره کتلي.

نوموړي له طالبانو سره د کېدونکې هوکړې متن ولسمشر غني او ډاکتر عبدالله ته ښودلی، خو ورته سپارلی یې نه دی.

ده ویلي، امریکا او طالبان د کاغذ پر مخ هوکړې ته سره رسېدلې، خو دا هوکړه به هغه وخت وروستۍ او عملي، چې ولسمشر ټرمپ پرې لاسلیک او موافقه وکړي.

له افغان حکومتي چارواکو سره د هوکړه لیک د متن شریکولو سره سم پاکستاني رسنیو راپور ورکړي، چې طالبانو هم د هوکړې متن له خپلې مشرتابه شورا سره شریک کړی دی.

یوې طالب سرچینې د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته تایید کړې، چې د هوکړه لیک وروستۍ متن د دوی مشرتابه شورا ته استول شوی دی.

دغه سرچینې ویلي، که څه هم د طالبانو د مشرتابه شورا د خبرو له جریانه خبر دي، خو بیا هم د وروستۍ موافقې لپاره دا متن ورلېږل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي