د ټاکنیزو کمېسیونونو لس پخواني کمېشنران له درنو جرمونو سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز د محکمې له لوري په بند محکوم شول.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې په دغه کمېشنرانو له دندې د ناوړه ګټې او دغه راز د رشوت اخیستو تور دی، چې هر یو یې په پنځه پنځه کاله بند محکوم شوي دي.
له درنو جرمونو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز پرون سه شنبې د وږي ۱۲ مه په علني توګه د دغه کمېشنرانو محکمه ر سره کړه.
پر یادو کمېشرانو تور و چې د افغانستان د تېر ۱۳۹۷کال د پارلماني ټاکنو پرمهال یې له خپل واک څخه ناوړه استفاده کړې ده.
د ټاکنو خپلواک کمیسیون پخوانی رییس عبدالبدیع صیاد او د دغه کمیسیون پخواني کمیشنران هر یو معاذ الله دولتي، رفیع الله بیدار، قادر قریشي، سید حفیظ الله هاشمي، ملیحه حسن او وسیمه بادغیس، د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون رییس عبدالعزیز اریايي او کمیشنران یې، هر یو بصیر فایز او حمیرا حقمل د هغو لسو کسانو له ډلې دي چې په پنځه پنځه کاله بند محکوم شوي دي.
خو محکمې د ټاکنو کمیسیون د دارالانشا پخواني رییس احمد شا زمان زي او د کمیسیون د معلوماتي تکنالوژۍ رییس سید ابراهیم سادات ته برات ورکړی دی.
د یادونې وړ ده چې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیون پخواني کمیشنیران غلام دستګیر هدایت او علي رضا روحاني په دې قضیه کې دخیل نه وو او نه هم نننۍ محاکمې ته د ټآکنو کمېسیون پخوانۍ مرستیاله وسیمه بادغیسۍ راغلې وه.
جمهورخبري آژانس:کابل