۰
د سولې په اړه امریکا ته د امریکايي دپلوماتونو خبرداری!

که له طالبانو د جګړې نه کولو ضمانت وانخستل شي، داخلي جګړه به پیل شي

چهارشنبه ۱۳ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۲۶
د امریکا یو شمېر دپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو له طالبانو سره د امریکا د سولې توافق په اړه خبرداری ورکړی، که له طالبانو د جګړې د پای ته رسولو ضمانت وانخستل شي، داخلي جګړه به پیل شي.
که له طالبانو د جګړې نه کولو ضمانت وانخستل شي، داخلي جګړه به پیل شي
د امریکا یو شمېر دپلوماتانو او پخوانیو سفیرانو له طالبانو سره د امریکا د سولې توافق په اړه خبرداری ورکړی، که له طالبانو د جګړې د پای ته رسولو ضمانت وانخستل شي، داخلي جګړه به پیل شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغو سفیرانو په یوه ګډه اعلامیې کې چې د اتلانتیک شورا پرون سه شنبې په ورځ سپتمبر۳دا اعلامیه خپره کړې ټینګار کړي، چې باید له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو لپاره یو شرط په دغه هېواد کې د جګړې ختمول وي.

دوی وایي که داسې ونشي له افغانستان سره د امریکا د همکارۍ په کمېدو سره د وسله والې جګړې پای ته رسېدل به ستونزمن شي.

په اعلامیه کې راغلي، لا ښکارنه ده، چې له طالبانو سره دې سوله ممکنه وي، ځکه طالبانو له ټولو افغانانو سره د سولې د تړون لپاره خپل شرایط نه دي روښانه کړي او دا ډله له نورو سیاسي ډلو سره د کار کومه مخکنۍ تجربه هم نه لري.

اعلامیه کې ویل شوي«که موږ له افغان حکومت سره خپله همکاري کمه کړو او بین-الافغاني مذاکرات له ماتې سره مخامخ شي، ښايي افغانستان کې داخلي جګړه پیل شي. که دولت متزلزل شي، هغه خلک چې د طالبانو له حاکمیت څخه ښې تجربې نلري، شاید د جګړې لیکو کې ورګډ شي.»

دغو دپلوماتو ولسمشر ټرمپ ته سپارښتنه کړې ده چې د سولې تر راتلو پورې دې له افغانستان څخه خپل ځواکونه نه باسي.

خو دا خبره یې کړې ده چې د سولې لپاره د ژمنتیا او ښه نیت لپاره دې باید یو شمېر عسکر وایستل شي او د نورو سرتېرو لپاره دې د وتلو هېڅ جدول ونه ټاکل شي.

امریکايي دپلوماتونو دا خبردارۍ پر داسې مهال ورکړی، چې امریکا او طالبان د سولې د یوې موافقې په درشل کې دي او که چېرې ټرمپ دغه هوکړه لاسلیک کړي، عملي بڼه به خپله کړي.

د هوکړې په لاسلیک سره به په ۱۳۵ ورځو کې د افغانستان له پنځو اډو څخه تر څلور نیم زره پورې امریکايي سرتېري ووځي او دغه راز به بین الاافغاني خبرې هم پیل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي