۰
نبیل:

د سولې روانو خبرو کې ډېر څه د پاکستان په خوښه کېږي

پنجشنبه ۱۴ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۹
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، د سولې روانو خبرو کې تر افغان حکومت د پاکستان واک ډېر دی.
د سولې روانو خبرو کې ډېر څه د پاکستان په خوښه کېږي
د افغانستان د ملي امنیت پخوانی مشر او ولسمشرۍ ته نوماند رحمت الله نبیل وایي، د سولې روانو خبرو کې تر افغان حکومت د پاکستان واک ډېر دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي نبیل دغه څرګندونې له طلوع تلوېزیون سره مرکه کې کړې او په دې اړه یې اندېښنه ښودلې ده.

نوموړي ویلي، د افغان سولې روانو خبرو کې پاکستان تر افغان حکومت ډېر واک لري، نو ځکه باید ډېر احتیاط وشي او پخوانۍ تېروتنې تکرار نه شي.

هغه ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د سولې په روانه پروسه کې ډېر څه د پاکستان په خوښه کېږي او دا د جدي اندېښنې وړ ده.

د ښاغلي نبیل په وینا، د ملي پخلاینې په برخه کې د پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب الله طرحه تر ټولو ښه وه، خو د پاکستان په مداخله ناکامه شوه او له همدې کبله اوس هم باید دې برخه کې ډېر پام وشي.

د ملي امنیت دغه پخواني مشر څو ورځې وړاندې میدان وردګو ولایت کې د یوې کمپایني غونډې پر مهال هم ویلي وو هغه سوله چې د پاکستان له لارې افغانستان ته راځي د افغان ولس په خیر نه ده او باید ولس ورته بیداره و اوسي.

هغه زیاته کړې وه، افغانان داسې سوله چې د پاکستان له لارې راځي او په کې سپین بیرغ په تور بدلېږي نه غواړي او نه هم ورته د منلو ده.

له طلوع سره خبرو کې نبیل افغان حکومت د سولې د روانو خبرو په برخه کې کمزوری وباله ویې ویل، د طالبانو او امریکا هوکړه کې، طالبان او ان پاکستان د ویټو حق لري، خو افغان حکومت ته دا حق نه دی ورکړل شوي، چې هوکړې له مواردو سره مخالفت وکړي.

ښاغلي نبیل ویلي، افغان حکومت ان در دې حده کمزروی دی، چې د امریکا او طالبانو د خپلمنخي هوکړې د متن یوه نخسه له ځان سره وساتي.

نوموړي د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو په اړه هم اندېښنه وښوده چې ګواکې لاسوهنه به پکې کېږي او کمېسیونونه ښایي خپله دنده په سمه توګه ترسره نشي کړای.

د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې به د روانې سپتمبر میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کېږي، چې پکې ښاغلی عبدالله د اوسني ولسمشر محمد اشرف غني کلک سیال بلل کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي