۰

په ۱۲ میاشتو کې ۱۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

شنبی ۱۶ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۳۸
د عامې روغتیا وزارت وایي، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانستان کې کابو ۱۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په ۱۲ میاشتو کې ۱۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
د عامې روغتیا وزارت وایي، یوازې په تېرو ۱۲ میاشتو کې افغانستان کې کابو ۱۷ زره ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت زیاتوي، د ۲۰۱۸ میلادي کال له سپټمبر د ۲۰۱۹ تر همدې میاشتې پورې ۳۱۱۰ ملکی وګړي وژل شوي او ۱۳۵۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

وزارت زیاته کړې، چې ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د ۳۷۱۷ جنګي پېښو په ترڅ کې اوښتې ده.

سرچینه زیاتوي، چې په وژل شویو ۱۴۱ ښځې، ۲۹۶۹ نارینه شامل دي او دغه راز په ټپیانو کې ۲۴۱ ښځې او ۱۲۲۷۰ نارینه شامل دي.

د عامې روغتیا وزارت د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې زیاتېدو راپور پر داسې مهال ورکوي، چې په دې وروستیو کې د پلازمېنې کابل په ګډون په ګڼ شمېر ولایتونو کې امنیتي پېښو او جګړو زور اخیستی دی.

کابل کې د تېرې اونۍ خوندي ځانمرګي موټر بم بریدونه، په قندوز، تخار، فراه او ځینو نورو ولایتونو کې د طالبانو پراخ بریدونه هغه څه دي، چې د امنیتي پېښو زیاتوالی ښيي.

یوازې د کابل د تېرې اوونۍ په دوه ځانمرګو بریدونو کې ۱۸۷ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې نېږدې ټول یې ولسي وګړي وو.

جمهورخبري آژآنس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي