سیمه ییز چارواکي وايي، لوګر ولایت کې پر وسله والو طالبانو خپل ماین چاودنه کړې، چې له امله یې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوګر ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه پرون یکشنبې د وږي ۱۷ مه مازیګر مهال په څرخ ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي، د څرخ په نو شهر کلي کې طالبان غوښتل ماین ځای پر ځای کړي، چې خپله یې پر دوی چاودنه کړې ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په چاودنه کې ۷ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان شوي دي.
خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:لوګر