۰

د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته، عبدالله د ټاکنو پر روڼوالي ټينګار وکړ

دوشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۵۹
د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو پر روڼتوب او شفافیت ټينګار وکړ.
د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته، عبدالله د ټاکنو پر روڼوالي ټينګار وکړ
د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته کې اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د ټاکنو پر روڼتوب او شفافیت ټينګار وکړ.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د عبدالله په وینا نن دوشنبې د وږي ۲۵ مه د ملي یووالي حکومت د وزیرانو شورا وروستۍ ناسته ده.

نوموړي و ویل، چې د وزیرانو شورا راتلونکې غونډه به د ټاکنو تر سره کېدو وروسته راتلونکی حکومت او نوی ولسشمر کوي.

عبدالله په دغه ناسته کې د ټاکنو پر شفافیت ټینګار وکړ، او له ټولو حکومتي ادارو یې وغوښتل، چې خپله بې طرفي وساتي.

دغه راز نوموړي پر امنیتي ادارو هم غږ کړی دی چې د ټاکنو امنیت تامین کړي او د کوم ځانګړي نوماند په ګټه له دولتي امکاناتو استفاده و نه کړي.

د افغان حکومت اجرائیه رییس د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه هم وغوښتل، چې په پوره روڼټوب او عدالت سره ټاکنې تر سره کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي