۰

په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۴ طالبان وژل شوي دي

شنبی ۳۰ سنبله ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۲
ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.
په ۲۴ ساعتونو کې ۱۱۴ طالبان وژل شوي دي
ملي دفاع وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان ځواکونو په ځمکنیو او هوایي عملیاتو کې د لسګونو وسله والو طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن شنبې د وږي ۳۰ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۴ یرغلیز، ۷۶ کمانډويي او ۳۲ هوایي عملیات تر سره کړي.

خبرپانه وايي، عملیات، په غزني، لوګر، کندهار، هلمند، فراه، نیمروز، ننګرهار، لغمان، قندوز او بدخشان ولایتونو کې تر سره شوي دي.

سرچینه زیاتوی، چې په دې عملیاتو کې د یوه قوماندان په ګډون ۱۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي، ۸ تنه ټپیان او ۸ تنه ژوندي نیول شوي دي.

دفاع وزارت د خپل لوري د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي او نه هم طالبانو غبرګون ښودلی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي