۰
اشرف غني:

د نبیل او عبدالله د تورونو سپیناوي ته تیار یم، که ثابت نه شول باید زنداني شي

پنجشنبه ۴ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۷
ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني وايي، د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته چمتوی دی، چې د ولسمشرۍ د دوه نورو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل له خوا پرې لګېدلي دي.
د نبیل او عبدالله د تورونو سپیناوي ته تیار یم، که ثابت نه شول باید زنداني شي
ولسمشر او ولسمشرۍ ته نوماند محمد اشرف غني وايي، د فساد په اړه د ټولو هغو تورونو سپیناوي ته چمتوی دی، چې د ولسمشرۍ د دوه نورو نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل له خوا پرې لګېدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني له آزادۍ رادیو سره ځانګړې مرکه کې ویلي د عبدالله او نبیل د تورنو د څېړلو په اړه غواړي یوه ځانګړې محکمه جوړه شي.

د ولسمشرۍ دوه نوماندانو ډاکتر عبدالله عبدالله او رحمت الله نبیل پر غني تورونه پورې کړي، چې ګنې پر ډېورنډ یې معامله کړې او د کابل بانک پخوانی رییس خلیل الله فیروزي یې د پیسو په بدل او ولسمشریزه ټاکنو د کمپاین لپاره له بنده ازاد کړی دی.

خو ښاغلي غني دغه تورنه نه یوازې رد کړي بلکې ویلي یې دي، په دې اړه وضاحت ورکولو ته چمتو دی او که ثابت نه شي عبدالله او نبیل باید زندان ته ولاړ شي.

هغه ویلي«زه وايم که سند لرۍ او ادعا کوۍ، لاړشۍمحکمې ته، او هر ډول تور چې وي زه یې وضاحت ته حاضر یم.»

ښاغلي غني ویلي د ډاکټر عبدالله او رحمت الله نبیل د تورونو په اړه غواړي یوه ځانګړې محکمه جوړه شي او د دوی دغه تورونه دې ثابت کړي.

خو په وینا یې که د دوی دغه خبرې کمپایني بڼه ولري باید محاکمه او زنداني شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي