۰
حمدالله محب:

موږ جګړه ګټلی شو، خو ښه ده، چې طالبان سولې ته راوګرځي

سی شنبه ۹ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۱۷
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روانه جګړه ګټلي شي، خو ښه به دا وي، چې طالبان سوله وکړي.
موږ جګړه ګټلی شو، خو ښه ده، چې طالبان سولې ته راوګرځي
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب وايي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه روانه جګړه ګټلي شي، خو ښه به دا وي، چې طالبان سوله وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي محب د ملګرو ملتونو عمومي غونډې ته د وینا پر مهال و ویل، چې جګړه د حل لار نه ده نو ځکه افغان حکومت هم پر سولې ټینګار کوي.

نوموړي پر طالبانو غږ وکړ، چې جګړه بس کړي او د سولې لار خپله کړي، ځکه په وینا یې د جګړې په ډګر بری د افغان ځواکونو دی نه د طالبانو.

هغه و ویل«افغان ځواکونه روانه جګړه ګټلي شي، خو بیا هم وایم جګړه د حل لار نه ده، او باید طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شي.»

ښاغلي محب د طالبانو روانه جګړه د افغان ولس پر ضد وبلله زیاته یې کړ، چې طالبانو په دې وروستیو کې پر هغه افغانانو هم بریدونه وکړل، چې په ولسمشریزه ټاکنو کې یې برخه اخیسته.

ده هیله څرګنده کړه، چې د سولې پروسه مثبتې پایلې ولري او طالبان د سولې خبرو ته په چمتوالي سره د افغان حکومت سره مخامخ خبرې پیل کړي.

محب د سولې په برخه کې د نړیوالو او امریکا له همکاریو مننه وکړه او پر نړیواله ټولنه یې غږ وکړ، چې د افغان حکومت ملاتړ ته ادامه ورکړي او د سولې په برخه کې هېڅ راز همکاري ونه سپموي.

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وویل، چې افغان ځواکونه تر بل هر وخت د خپلې خاورې ډېر مسوولیت په اوږو اخیستی او د ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې دي، چې باید نړیواله ټولنه یې همکاره پاتې شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې ترهګري نه یوازې د افغانستان بلکې د ټولې سیمې او نړۍ لپاره ستر ګواښ دي، چې د له منځه وړلو لپاره یې باید په ګډه کار او همکاري وشي.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د افغانستان ولسمشریزه ټاکنو ته په اشارې و ویل، دا ورته د ویاړ ځای دی چې دوه ورځې وړاندې ۳ میلیونه افغانانو د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې رایه ورکړه.

محب زیاته کړه، چې افغانانو اساسي قانون، خپلواکۍ، نیکمرغۍ، اتصال او سولې ته رایه ورکړه او له افغان ځواکونو یې مننه وکړه، چې په خپلې قربانۍ سره یې خلکو ته یې د امنیت او خوندیتوب ډاډ ورکړ.

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار و ویل، د ولسمشرۍ ټاکنو پایله چې هر څه وي، سوله به بیا هم د افغانستان د حکومت له لومړیتوبونو وي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي