۰
ولسمشر غني:

درې اونیو کې به نوی ولسمشر لوړه وکړي

شنبی ۱۳ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۳۶
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر راتلونکو دریو اونیو پورې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.
درې اونیو کې به نوی ولسمشر لوړه وکړي
ولسمشر محمد اشرف غني وايي، تر راتلونکو دریو اونیو پورې به نوی ولسمشر د لوړې مراسم پر ځای کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني چې نن شنبې د تلې ۱۳ کابل کې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو منسوبینو ته د زر اپارتمانونو د وېش په مراسمو کې وینا کوله دغه څرګندونې وکړې.

نوموړي و ویل، تر راتلونکو دریو اوونیو پورې به نوی ولسمشر، چې د اعلانولو مسوولیت یې د انتخاباتي کمیسیونونو دی، د لوړې مراسم پرځای کړي.

د یاودنې ده، چې د ولسمشرۍ ټاکنې د میاشتې په شپږمه ترسره شوې او د ټاکنو کمیسیون د مالوماتو له مخې پکې تر دوه میلیونه ډېرو کسانو برخه اخیستې وه.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون چارواکي وایي، د دغه ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې ۲۷ مه اعلان شي، او وروستۍ هغه یې د راتلونکې میاشتې په ۱۶مه اعلانېږي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د معلوماتو پر اساس تر اوسه د ۲۱ زره محلونو رایې کمېسیون ته رسېدلې او شپږو زرو محلونو رایې سکن شوې دي.

د یاد کمېسیون کمېشنر مولانا عبدالله نن په یوه خبري ناسته کې و ویل، چې تر اوسه د ۲۲ ولایتونو ټاکنیز حساس مواد مرکز ته رسېدلي او د پاتې ولایتونو به هم د نن ورځې تر پای ورسېږي.

د هغه په وینا کله چې ټولې بایومټرېک الې کمېسیون ته ورسېږي، رایې به په دوو پړاونو کې پاکې کړل شي، او په دوهم پړاو کې به بایومټرېک شوې رایې هم د ځینو ستونزو او احتمالي سرغړونو له کبله ارزول کېږي او چاڼ کېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي