۰

د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګرۍ ۳۰ سلنه وده کړې

شنبی ۲۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۲۴
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.
د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګرۍ ۳۰ سلنه وده کړې
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین مصطفی دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړې چې د افغان محصولاتو د یوه نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې وه.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر شاهین مصطفی په وینا په د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه وه.

خو په وینا یې په دې وروستیو کې دغه سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه شوې او د اذربایجان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

نوموړي ټینګار کړي دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې ښې او پراخه سوداګریزه اړیکې ولري او د دغه اړیکو د غښتلتیا لپاره دواړه هېوادونه کار کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي