د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر وایي، د افغانستان او اذربایجان تر منځ سوداګري پراخه شوې او ۳۰ سلنه وده یې کړې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شاهین مصطفی دغه څرګندونې په هغه غونډه کې کړې چې د افغان محصولاتو د یوه نندارتون د پرانیستې په مناسبت جوړه شوې وه.
د اذربایجان د بهرنیو چارو وزیر شاهین مصطفی په وینا په د روان کال په لومړیو اتو میاشتو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۲۳ سلنه وه.
خو په وینا یې په دې وروستیو کې دغه سوداګریزه اړیکې نورې هم پراخه شوې او د اذربایجان او افغانستان تر منځ سوداګرۍ کې ۳۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.
نوموړي ټینګار کړي دواړه هېوادونه هڅه کوي، چې ښې او پراخه سوداګریزه اړیکې ولري او د دغه اړیکو د غښتلتیا لپاره دواړه هېوادونه کار کوي.
جمهورخبري آژانس:کابل