۰

پاکستان وایي، د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ته بلل شوی

سی شنبه ۳۰ میزان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۶
پاکستان وایي، د افغان سولې په تړاو مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته بللی شوی، چې په وینا یې دوی به هم په کې ګډون وکړي.
پاکستان وایي، د افغان سولې په تړاو د مسکو غونډې ته بلل شوی
پاکستان وایي، د افغان سولې په تړاو مسکو کې جوړېدونکې غونډې ته بللی شوی، چې په وینا یې دوی به هم په کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې د اکتوبر په پنځه ویشتمه نېټه په مسکو کې د افغان سولې په تړاو غونډه جوړه شي، چې ورته د یو شمېر هېوادونو استازي، طالبان او افغان سیاسیون وربلل شوي دي.

پاکستان تایید کړې، چې دغه غونډې ته دوی هم وربلل شوي او په جوړېدونکې غونده کې به ګډون وکړي.

په غونډه کې پاکستان، امریکا، چین او روسیه ګډون کوي او دوی به د افغان سولې پر بیا پیل او په هېواد کې د روانې جګړې پر پای ته رسېدو خبرې کوي.

پاکستاني چارواکو ویلي چې دوی به د یادو هېوادونو سره یو ځای د افغان جګړې پر پای ته رسېدو او دلته د سولې پر راتګ خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ویل کېږي په څو شپو کې به په چین کې هم د افغان سیاسیون او طالبانو تر منځ د سولې په نوم یوه ناسته جوړه شي.

ویل کېږي، د افغان سیاسیون مشري به پخوانی ولسمشر حامد کرزی کوي او په ناسته کې به ټول ۳۰ کسه افغان سیاسیون برخه ولري.

راپورنه وایي، افغان حکومت ته هم په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې، خو حکومت چین ته ویلي دومره صبر د ورته وکړي، تر چې د ټاکنو پایلې اعلان شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي