۰

ننګرهار کې ۹۴ داعشیانو او ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

پنجشنبه ۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۴۵
سیمه ییز چارواکي وایي، ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښتو کې ۹۴ داعشیانو او ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې ۹۴ داعشیانو او ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
سیمه ییز چارواکي وایي، ختیځ ننګرهار ولایت کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د طالبانو او داعشیانو تر منځ نښتو کې ۹۴ داعشیانو او ۸۴ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار چارواکي زیاتوي، داعشیانو او طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو دوه میاشتو کې په اچین، شېرزادو، خوږیاڼو، هسکه مېنه او پچیراګام کې اوښتې ده.

د ننګرهار والي شاه محمود میاخېل چې اچین ولسوالۍ ته تللی ویلي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ۶۲ داعشیان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا په دې عملیاتو کې د داعش ټولې تبلیغاتي، روزنیز، د پلان جوړونې، وسلو او مهماتو او نور مرکزونه او پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.

دی وايي، داعشیانو د اچین په بانډر او عبدالخېلو سیمو کې پراخ مایونونه هم کرلي و، چې کابو ۳۰۰ یې د افغان ځواکونو له خوا کشف او شنډ کړی شوي دي.

د ننګرهار والي وايي، په پاتې نورو سیمو کې به هم د همکارو موسسو او امنیتي ارګانونو په هڅو او همغږۍ د ماین پاکۍ چارې دوام ولري.

په ورته وخت د ننګرهار ولایت مقام هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغان ځواکونو په عملیاتو او د طالبانو او داعشیانو تر منځ خپل منځي نښتو کې ۷۰ طالبان هم وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.
 
طالبانو او داعش تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي