۰
انارکلي:

درملوک شرکت د ټاکنو کمېسیون اړیکو ته ځواب نه ورکوي

سی شنبه ۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۴۷
د مشرانو جرګې یوې غړې ادعا وکړه، چې د درملوک شرکت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د ټاکنو کمېسیون اړیکو ته ځواب نه ورکوي.
درملوک شرکت د ټاکنو کمېسیون اړیکو ته ځواب نه ورکوي
د مشرانو جرګې یوې غړې ادعا وکړه، چې د درملوک شرکت د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په تړاو د ټاکنو کمېسیون اړیکو ته ځواب نه ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې مېرمن انارکلي هنریار د جرګې د نن سه شنبې لړم ۷ مې په عمومي غونډه کې د کمېسیون د ځينو مسوولینو په استناد و ویل، چې د درملوک شرکت د دوی پوښتنو ته ځوابونه نه ورکوي.

نوموړې د ټاکنو پر خپلواک کمېسیون نیوکه وکړه، چې له درملوک شرکت سره په قرارداد کولو کې مسوول دي او باید په دې اړه ځواب و وايي.

د هغې په وینا کمېسیون په پیل کې ویل، چې دوی له یوه نړیوال شرکت سره قرارداد کړی، خو په خبره یې دا څه ډول شرکت دی، چې د کمېسیون اړیکو ته ځواب نه ورکوي.

په ورته وخت کې سناتورانو د ټاکنو پایلو د ځنډ په اړه هم اندېښنه وښوده ویې ویل، د ټاکنو ځنډ د افغانستان خلکو ته د ۲۰۱۴ د ټاکنو خاطرې وریادوي او په اندېښنه کې دي.

د جرګې لومړي مرستیال محمد علم اېزدیار ټینګاروکړ، چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې باید د لړم له ۲۳ مې چې کمېسیون ورته ټاکلې ونه ځنډېږي.

نوموړي و ویل، چې د قرارداد له مخې درملوک شرکت هم باید د تخنیکي لحاظه د ټاکنو کمېسیون سره همکاري وکړي او باید چلند یې مسوولانه وي.

جمهورخبري آژانس:عبدالله امیني
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي