۰
د حراست او ثبات شورا:

انتخاباتي ټکټونه باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي

چهارشنبه ۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۲۷
د افغانستان د حراست او ثبات شورا د ټاکنو پر شفافیت د ټینګار تر څنګ له ټولو انتخاباتي ټکټونو وغوښتل، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته غاړه کېږدي.
انتخاباتي ټکټونه باید د کمېسیون پرېکړو ته درناوی وکړي
د افغانستان د حراست او ثبات شورا د ټاکنو پر شفافیت د ټینګار تر څنګ له ټولو انتخاباتي ټکټونو وغوښتل، چې د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته غاړه کېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه شورا چارواکو نن چهارشنبې د لړم ۸ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال و ویل، چې ټاکنیز کمېسیونونه باید د قانون په چوکاټ، شفافیت او بې طرفۍ کې خپل کارونه مخ ته یوسي.

د یادې شورا ویاند مسعود ترشت وال وايي، د ټاکنو په اړه د شورا موقف همدا دی، چې کمېسیونونه دې خپلواکي، بې طرفي او شفافیت په پام کې ونیسي او د ټاکنو پایلې د اعلان کړي.

د هغه په وینا دغه شورا د ولسمشرۍ له نوماندانو او انتخاباتي ټکټونو هم غوښتنه لري، چې ټول ټاکنیز اصولو او ضوابط مراعات کړي او د ټاکنیزو کمېسیونونو پرېکړو ته درناوی وکړي.

دی وايي، د ولسمشرۍ نوماندان نه باید د ټاکنو د پایلو له اعلان او له وخته وړاندې عامه افکارو ته د تاوتریخوالي پر لور حرکت ورکړي، ځکه په وینا یې دا چاره د ملت په ګټه نه ده.

ترشت وال انتخاباتي ټکټونو ته په اشارې و ویل«پرېږدۍ، چې کمېسیونونه خپلې چارې په شفاف او بې طرفه توګه مخ ته یوسي، او تاسو یې هم پرېکړې ومنۍ.»

نوموړي ټینګار وکړ، چې د حراست او ثبات د شورا دریځ همدا دی، چې څه د ټاکنو پایله وي باید ژر تر ژره ولس ته اعلان شي او نور ځنډ په کې رانشي.

دغه راز هغه دا هم وویل، هر ټیم چې بریالی شو باید په نورو ټیمونو کې له شته ظرفیتونو هم د حکومت په تشکیل کې ګټه واخلي او د افغانستان د آبادۍ لپاره مټې راونغاړي.
 
ترشت وال د سولې په تړاو هم د حراست شورا دریځ بیان کړ ویې ویل، د سولې پروسه کې ملي یووالی، جغرافیه او د جمهوري نظام بقا له سرو کرښو څخه ده.

د هغه په وینا د سولې د هرې هڅې، چې له هر ادارس څخه وي هرکلی کوي، خو په وینا یې چې افغانستان کې د تل پاتې سولې سبب شي او ملي یووالی، جغرافیه او د جمهوري نظام بقا په کې تضمین وي.

د حراست او ثبات شورا ویاند و ویل، دوی د سولې د خبرو د بیا پیل غوښتونکي دي، خو په دې شرط چې ټول جزیات یې باید له افغان ولس سره شریک کړای شي.

هغه د سولې په تړاو په کور د ننه له بېلا بېلو ادرسو څخه پر هڅو هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې د سولې خبرې باید له یوه ادرس څخه پر مخ یووړل شي، تر څو ګټورې وي.

دی وايي، لومړی باید په کور د ننه د سولې په تړاو ټول اختلاف حل، ګډ دریځ رامنځ ته او وروسته له هغې د سولې خبرې پر مخ یووړل شي.

نوموړي د چین غونډې ته د پلاوي ټاکلو په اړه و ویل، چې دا پلاوی هم باید ټول شموله ځکه په وینا یې په یوازې حکومت او سیاسي ګوندونه نه شي کولی د افغانستان د ټولو خلکو د لید لرو استازیتوب وکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 




 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي