۰

سرچینې: خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره لیدلي

پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۰
طالبانو ته نېږدې سرچینې، وايي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.
سرچینې: خلیلزاد په دوحه کې له طالبانو سره لیدلي
طالبانو ته نېږدې سرچینې، وايي د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د قطر پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سرچینې دا نه دي ویلي، چې د خلیلزاد او طالبانو لیدنه کله شوې، خو وایي، دا یوه غیر رسمي لیدنه وه.

سرچینه زیاتوي، چې خلیلزاد له طالب استازو سره پر یو لړ مهمو مسایلو په تېره بیا د دوه تنه امریکایي استادانو چې له طالبانو سره برمته دي، د خوشي کېدو په اړه خبرې کړې دي.

د دې لیدنې او خبرو زیات جزیات نه دي ورکړل شوي او نه هم دا جوته شوې، چې دواړه لوري کومې موافقې ته سره رسېدلي که نه.
امریکا او طالبانو هم تر اوسه په رسمي ډول د دغه لیدنې پخلی نه دی کړی.

خو وړاندې تر دې کابل ته د خلیلزاد د سفر موخه د طالبانو سره د دوه برمته امریکایي استادانو خوشي کول ښودلي وو.

افغان حکومت هم تایید کړې وه، چې کابل ته د خلیلزاد سفر د دوه امریکايي استادانو په راخوشي کولو او په دې برخه کې د افغان حکومت پر همکاري راڅرخېده.

کابل ته د خلیلزاد په راتګ سره داسې راپورونه ورکړل شول، چې ګڼې نوموړی هڅه کوي،دوه امریکایي استادان د انس حقاني، چې دا مهال د افغان حکومت سره زندانی دی تبادله او راخوشي کړي.

پاکستان ته د خلیلزاد له سفر وروسته داسې راپورونه هم ورکړل شول، چې طالبانو د دوه امریکایي استادانو د خوشي کولو په بدل کې د انس حقاني په ګډون د اتیا طالبانو د خلاصون غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي