۰

ملګرو ملتونو او اې اس جي ډلې د افغان ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه کړې

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۶
ملګرو ملتونو او د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې یا اې اس جي د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه کړې ده.
ملګرو ملتونو او اې اس جي ډلې د افغان ټاکنو د پایلو د ژر اعلان غوښتنه کړې
ملګرو ملتونو او د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې یا اې اس جي د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د ژر تر ژره اعلانېدو غوښتنه کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان له ټاکنو د ملاتړ په ډله کې چې د افغانستان د ملاتړ کلیدي هېوادونه، بنسټونه او سازمانونه د یوناما، اروپايي ټولنې، استرالیا، جاپان، ناورې، برېتانیا، امریکا او ناټو په کې شمال دي د ټاکنو پر کمېسیون ټینګار کړی دی، چې ژر تر ژره د ټاکنو پایلې اعلان کړي.

دغه ډلې په خپله خبرپاڼه کې د رایو د بیا شمېرنې په اړه د ځینو نوماندانو او د هغوی د ملاتړو اندېښنو ته په پام سره له هغوی غوښتي، چې ټاکنیزو اصولو او قانونو ته احترام وکړي او د هر ډول څرګندونو چې دغه پروسه زیانمولی شي، جدي مخنیوی وکړي.

د افغانستان د ټاکنو د ملاتړ ډلې پر داسې مهال د ټاکنو د پایلو پر ژر اعلان ټینګار کوي، چې اروپايي ټولنې هم د ولسمشرۍ ټاکنو په ژر اعلانېدو ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنه وايي، د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو اعلان د سولې لپاره خورا مهم دی، چې باید ژر تر ژره اعلان او ټولې ښکېلې خواوې یې ومني.

د یادې ټولنې د بهرنۍ او امنیتي پالیسۍ مشرې فدریکا موګریني پرون دوشنبې د لړم ۲۰ مه د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو تر غونډې وروسته ویلي، تمه لري چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو ژر تر ژره اعلان شي او ټولو خواوې یې باید ومني.

موګریني و ویل«موږ له ټولو سیاسي اړخونو غواړو له هغه هڅو سره یو ځای شي، چې غواړي د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د یوه مشروع حکومت، چې نړیواله ټولنه او سیمه ییز لوبغاړي له ځان سره ولري او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي، د افغانستان خلک په دې کې د اروپايي ټولنې رول ویني، ځکه موږ کومې پټې برنامې نه لرو، موږ یواز د افغانستان خلکو حقوق، سوله، امنیت او ثبات غواړو او له دې هر وخت ملاتړ کوو.»

د راپورونو له مخې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې مهمه اجنډا هم همدا د افغانستان ټاکنې او د سولې خبرې وې.

موګریني و ویل«موږ له ټولو سیاسي اړخونو غواړو له هغه هڅو سره یو ځای شي، چې غواړي د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د یوه مشروع حکومت، چې نړیواله ټولنه او سیمه ییز لوبغاړي له ځان سره ولري او طالبانو تر منځ د سولې رسمي خبرې پیل شي، د افغانستان خلک په دې کې د اروپايي ټولنې رول ویني، ځکه موږ کومې پټې برنامې نه لرو، موږ یواز د افغانستان خلکو حقوق، سوله، امنیت او ثبات غواړو او له دې هر وخت ملاتړ کوو.»

د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره پر داسې مهال د افغان ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو پر ژر اعلان ټینګار کوي، چې ټاکل شوې د ټاکنو کمېسیون د مهال وېش سره سم د ټاکنو پایلې د روانې لړم میاشتې په ۲۳ مه اعلان کړي.

خو د کمېسیون او ځینو انتخاباتي ټکټونو تر منځ وروستیو ستونزو ته په کتو کېدای شي، د ټاکنو د پایلو د اعلان نېټه نوره هم وځنډېږي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي