۰

بهرنیو ځواکونو لوګر کې پر افغان پوځیانو بمبار کړی

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۰
امنیتي چارواکي تاییدوی چې بهرنیو ځواکونو په لوګر ولایت کې د افغان پوځیانو پر یوه پوستنه هوايي برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.
بهرنیو ځواکونو لوګر کې پر افغان پوځیانو بمبار کړی
امنیتي چارواکي تاییدوی چې بهرنیو ځواکونو په لوګر ولایت کې د افغان پوځیانو پر یوه پوستنه هوايي برید کړی او مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې امنیتي چارواکي وایي، بهرنیو ځواکونو پرون دوشنبې د لړم ۲۰ مه ناوخته د لوګر د مرکز پل علم اړوند خضر سیمه کې د افغان ځواکونو پر یوه پوسته هوايي برید کړی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي، په دغه برید کې درې افغان پوځیان وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان شوي دی.

هغه په دې اړه نور جزیات ورنه کړل خو وایي پلټنې روانې دي او جزیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړي.

په ورته وخت کې ځینې سرچینې وايي، د بهرنیو ځواکونو په دغه هوايی برید کې لس افغان پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په افغانستان کې مېشتو بهرنیو ځواکونو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي