۰

لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید شوی دی

سی شنبه ۲۱ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۸
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم برید شوی، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.
لوګر کې پر بهرنیو ځواکونو موټر بم ځانمرګی برید شوی دی
سیمه ییز امنیتي چارواکي تاییدوي، چې لوګر کې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان موټر بم برید شوی، خو د تلفاتو په اړه معلومات نه لري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د بهرنیو ځواکونو په موټریز کاروان نن سه شنبې د لړم ۲۱ مه د لوګر پادخاب شانه سیمه کې شوی دی.

د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند شاه پور احمدزی وايي، دغه برید نن له غرمې مخکې شاوخوا یوولس بجې د پادخاب شانه سيمه کې د شېنک پوځي اډې ته نږدې د بهرنيو ځوکونو د موټرو پر کاروان شوی دی.

نوموړي د تلفاتو په اړه بې خبري وښوده، خو د پېښې عیني شاهدانو ویلي، د موټر بم دغه چاودنه چې د لوګر – ګردیز پر لویه لار وشوه، یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی اخیستی او نه یې هم بهرنیو ځواکونو په اړه څه ویلي.

جمهورخبري آژانس:لوګر
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي