۰
ننګرهار:

د داعش ۱۰ نارینه، ۴۶ ښځې او ۶۵ ماشومان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي

چهارشنبه ۲۲ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۱
ملي دفاع وزارت وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې ۱۰ تنه غړي له ۴۶ ښځو، ۶۵ ماشومانو او ۷ میله کلاشنکوفونو سره یو ځای افغان کمانډو ځواکونو ته تسلیم شوي دی.
د داعش ۱۰ نارینه، ۴۶ ښځې او ۶۵ ماشومان افغان ځواکونو ته تسلیم شوي
ملي دفاع وزارت وایي، ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والې ډلې ۱۰ تنه غړي له ۴۶ ښځو، ۶۵ ماشومانو او ۷ میله کلاشنکوفونو سره یو ځای افغان کمانډو ځواکونو ته تسلیم شوي دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن چهارشنبې د لړم ۲۲ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، دغه داعشیان تېره شپه د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې افغان کمانډو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

خبرپاڼه وايي، د دې تر څنګ د افغان ځواکونو په عملیاتو کې څلور تنه ملکي وګړي، چې د داعش سره بندیان و هم راخوشي شوي دي.

دفاع وزارت وايي، د ننګرهار اچین کې له تېرې یوې میاشتې راهیسې د داعش پر ضد د افغان ځواکونو ځپوونکي عملیات پیل شوي، چې تر اوسه په کې دغه ډلې ته درانه زیانونه اوښتي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د ننګرهار چارواکو هم په اچین ولسوالۍ کې د داعش د ۹۳ غړو، چې په کې ۲۳ ښځې، ۳۰ ماشومان او ۱۳ پاکستاني نارینه هم شامل و، د تسلمېدو خبر ورکړی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي