۰
عبدالله عبدالله:

د رایو بیا شمېرنې بهیر کې ګډون نه کوو، امنیتي چارواکو ته وایم د خلکو پر وړاندې مه درېږۍ

یکشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۰
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت وښود وایي، د دوی څارونکي به په دغه بهیر کې ګډون ونه کړي.
د رایو بیا شمېرنې بهیر کې ګډون نه کوو، امنیتي چارواکو ته وایم د خلکو پر وړاندې مه درېږۍ
د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د ټاکنو د رایو د بیا شمېرنې بهیر سره مخالفت وښود وایي، د دوی څارونکي به په دغه بهیر کې ګډون ونه کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عبدالله چې نن یکشنبې د لړم ۲۶ مه کابل کې یوې خبري ناستې ته وینا کوله و ویل، چې د ټاکنو کمېسیون د خپلو کړنلارو او د ټاکنو د قانون خلاف د رایو بیا شمېرنې پروسه بیا پیل کړې ده.

نوموړي و ویل، کله چې په لومړي ځل د ټاکنو کمېسیون د رایو بیا شمېرنې پروسه پیل کړه دوی اعتراض او تمه درلوده، چې کمېسیون به له ټاکنیزو ټیمونو سره په سلا مشورې دغه ستونزه حل کړي، خو په وینا کمېسیون دوی ته قناعت نه دی ورکړی او په خپل سر یې د رایو بیا شمېرنه پیل کړې ده.

عبدالله و ویل، چې دغه بیا شمېرنه دوی ته د منلو نه ده او که کمېسیون د دوی او د افغانستان د خلکو له قناعت تر لاسه کولو پرته دغه بهیر ته دوام ورکړي، دوی په کې ګډون نه کوي او پایلې هم ورته د منلو نه دي.

عبدالله دغه راز له نړیوالې ټولنې او نړیوالو نظرینو هم وغوښتل، چې د ټاکنو په برخه کې پر شفافیت ټینګار ولري او د هغه څه ملاتړ وکړي، چې د افغانستان د خلکو غوښتنه او د هغوی د شفافو رایو پر بنسټ رامنځ ته کېږي.

په ورته وخت کې عبدالله عبدالله پر امنیتي ارګانونو غږ وکړ، چې دوی بې طرفه دي او د ټاکنو په سیاسي پروسه کې باید ځان بې طرفه وګڼي او ځان د خلکو سره مخ نه کړي.

عبدالله و ویل، دا چې په ځينو ولایتونو کې خلکو د رایو د بیا شمېرنې بهیر له پیل سره مخالفت کړی دي، په ځینو ځایونو کې د ځانګړو ځواکونو له خوا غبرګون ښودل شوی او د خلکو د دغه کار مخینوی یې کړی دی.

د هغه په وینا په سیاسي پروسه کې د امنیتي ځواکونو ښکېلول او هغوی ته دا دستور ورکول چې له خلکو سره مخ شي او ډزې پرې وکړي، مسوولیت به یې د همغه چا وي، چې دغه امر ورکوي.

عبدالله عبدالله دولت جوړونکی ټیم په درغلیو تورن کړ او ویې ویل، چې د ۲۰۱۴ کال د ټاکنو خوب د نه ویني او پر ټاکنو کمېسیون یې غږ وکړو چې په خپلو کړنو له سره غور وکړي.

نوموړي و ویل، که کمېسیون په خپلو کړنو له سره غور ونه کړي، نوی په وینا یې راتلونکې کې د هر څه د رامنځ ته کولو مسوولیت به د کمېسیون په غاړه وي.

هغه یو ځل بیا خبرداری ورکړ، چې د درغلۍ پر وړاندې په درېږي او په سوله ییز ډول به د درغلیو مخنیوي کوي او هېچا ته به اجازه ورنه کړی، چې د افغانستان د خلکو په برخلیک لوبې وکړي.

جمهورخبري آژانس:عبدالجلیل سروش
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي