د افغان حکومت اجرائیه رییس او د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د امریکا له بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو سره تلېفوني خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله په خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې له ښاغلي پمپیو سره یې پرون (دوشنبې د لیندۍ ۱۱مه) ماخوستن مهال تلېفوني خبرې کړې دي.
نوموړي زیاته کړې، چې په دغه تلېفوني اړیکه کې دواړو لورو افغانستان د ولسمشر ټرمپ پر سفر، سولې او د افغانستان اړوند مسایلو او د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خبرې اترې کړي دي.
عبدالله د خبرو نور جزیات نه دي ورکړي، خو دا تلېفوني خبرې وروسته له هغې کېږي، چې د ولسمشر لومړي مرستیال او د ثبات او همپالنې ټيم یو بل مهم غړي جنرال عبدالرشید دوستم پرون په شبرغان کې د بهرنیو ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال سکاټ مېلر او د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد سره وکتل او د ټاکنو تر څنګ یې پر یو لړنورو مسایلو خبرې وکړې.
ویل کېږي سکاټ مېلر جنرال دوستم ته د ناټو عالي مډال ورکړ.
تر دغه لیدنې وروسته ښاغلي دوستم په خپلو خبرو کې ویلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون نور باید د خلکو انتظار پای ته ورسوي او د ټاکنو لومړنۍ پایلې د اعلان کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل