۰
د ډاکتر عبدالله ادعا ته د کورنیو چارو وزارت غبرګون:

امنیتي ځواکونه بې پرې دي، پر اعتراض کوونکو یې ډزې نه دي کړې

دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۱۹
کورنیو چارو وزارت د ثبات او همپالنې ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګڼې کندوز ولایت کې د ټاکنو پر اعتراض کوونکو د ځانګړو پولیسو له خوا ډزې شوې دي.
امنیتي ځواکونه بې پرې دي، پر اعتراض کوونکو یې ډزې نه دي کړې
کورنیو چارو وزارت د ثبات او همپالنې ټیم د مشر ډاکتر عبدالله عبدالله هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګڼې کندوز ولایت کې د ټاکنو پر اعتراض کوونکو د ځانګړو پولیسو له خوا ډزې شوې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ډاکتر عبدالله پرون یکشنبې د لړم ۲۶ مه د یوې خبري غونډې پر مهال ادعا وکړه، چې کندوز ولایت کې یو شمېر کسانو د ټاکنو کمېسیون له خوا د رای شمېرنې بهیر د بیا پیل پر ضد اعتراض کړی، خو امنیتي ځواکونو یې مخه نیولې او ډزې یې پرې کړې دي.

عبدالله و ویل، چې ځانګړو ځواکونو په اعتراض کوونکو ډزې کړې، چې په وینا یې د دوی یو تن څارونکی په کې وژل شوی او یو تن بل ټپي شوی دی.

نوموړي پر امنیتي ځواکونو غږ وکړ، چې د ټاکنو سیاسي پروسه کې خپله بې طرفي وساتي او ځان له خلکو او ولس سره مخ نه کړي.

خو د کورنیو چارو وزارت د عبدالله دغه څرګندونې په کلکه رد کړې او ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو په اعتراض کوونکو ډزې نه دي کړي.

کورنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، وسله والو طالبانو کندوز کې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون پر دفتر هاوان مرمۍ توغولې وه،‌ چې په پایله کې یې یو ولسي وګړی وژل شوی دی او څلور نور ټپیان دي.

دغه وزارت په ټینګار سره ویلي، افغان امنیتي‌ ځواکونه د ټاکنو په بهیر کې بې پرې دي او بل چا ته به هم اجازه ورنه کړي چې دې پروسه کې لاسوهنه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي