۰

ولسمشر غني د یوناما له مشر سره پر ټاکنو او سوله خبرې کړې

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له مشر تدامیچي یاماماتو سره پر ټاکنو او په سوله کې د ښځو پر ونډه خبرې کړې دي.
ولسمشر غني د یوناما له مشر سره پر ټاکنو او سوله خبرې کړې
ولسمشر محمد اشرف غني د کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر یا یوناما له مشر تدامیچي یاماماتو سره پر ټاکنو او په سوله کې د ښځو پر ونډه خبرې کړې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لیدنه پرون دوشنبې د لړم ۲۸ مه ارګ کې شوې، چې د ارګ په وینا ملګري ملتونه د سولې په برخه کې هر ډول همکارۍ ته تیار دي خو په دې پروسه کې باید د ښځو پر ونډه ټینګار وشي.

سرچینه زیاتوي، ولسمشر غني په دې لیدنه کې ویلي، دوی د سولې په برخه کې ښځو ته پوره ونډه ورکړې ده او د سولې مشورتي لویې جرګې ۳۰ سلنه غړې هم ښځې وې.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو لورو په ټاکنو کې پر رامنځ ته شوي وضعیت هم خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د یوناما مشر تادامیچي یاممتو ویلي، دوی په ټاکنو کې بې طرفه دي او هیله لري چې دغه پروسه په پوره شفافیت مخ ته لاړه شي او کمیسیون ژر تر ژره شفافې پایلې اعلان کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي