۰

تخار کې یوه زوی خپله مور په تېشه وژلې

سی شنبه ۲۸ عقرب ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۱۴
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، تخار ولایت کې یو زوی خپله پنځوس کلنه مور د تېشې ګزارونه کړي او وژلې یې ده.
تخار کې یوه زوی خپله مور په تېشه وژلې
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، تخار ولایت کې یو زوی خپله پنځوس کلنه مور د تېشې ګزارونه کړي او وژلې یې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون دوشنبې د لړم ۲۷ مه د تخار ولایت د ورسج ولسوالۍ په موچکان کلي کې رامنځ ته شوې ده.

د تخار د امنیه قوماندانۍ ویاند خلیل اسیز وایي، قاتل شیدالله نومېږي، چې په خپله مور یې د تېشې وارونه کړي او وژلې یې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې دغه ځوان نه یوازې خپله مور وژلې بلکې خپله خور یې هم ژوبله کړې دی.

دی وایي، د پېښې د رامنځ ته کېدو علت معلوم نه دی، خو پولیسو تورن کس نیولی او پلټنې ترې روانې دي.

جمهورخبري آژانس:تخار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي