ولسشمر محمد اشرف غني د یوه پلاوی په مشرۍ د شیخ سلطان بن زاید آل نهیان د مړینې له امله متحده عربي اماراتو ته ولاړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ارګ وایي، ولسمشر غني نن پنشنبې د لړم ۳۰ مه سهار متحده عربي اماراتو ته ولاړ او د سفر موخه یې هم د شیخ سلطان بن زاید آل نهیان د وفات له امله د متحده عربي اماراتو مقاماتو سره غمشریکي او خواخوږي ښودل دي.
ارګ په دې اړه نور معلومات نه دی ورکړی.
جمهورخبري آژانس:کابل