۰

وزیرستان کې یو ځل بیا د پاکستان د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي

شنبی ۲ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۴
تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا د پاکستان د حکومت په ځانګړې توګه د نظامي ادارو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
وزیرستان کې یو ځل بیا د پاکستان د حکومت پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي
تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې غاړې شمالي وزیرستان کې یو ځل بیا د پاکستان د حکومت په ځانګړې توګه د نظامي ادارو پر ضد پراخ لاریونونه پیل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه لاریونونه نن شنبې د لنیدۍ ۲ مه پیل شوي، چې په کې زرګونو وزیرستاني وګړو ګډون کړی دی.

لاریون کوونکو په خپلو شعارونو کې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې د خلکو په ځانګړې ډول د پښتو په ځنځیري وژنو تورنې کړې دي.

د دوی په خبره په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نامه له پنځه کلنو عملیاتو وروسته، هره ورځ ملکیان په نښه کېږي او پاکستاني ادارې یې پر وړاندې چوپه خوله دي.

دوی وایي، په سیمه کې یې هدفي وژنې زیات شوې، چې په وینا یې مسوول یې د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې دي او دغه ادارې د خلکو د ساتنې لپاره نه بلکې د ځان ساتنې لپاره جوړې شوې دي.

لاریون وال وايي، تر چې د کار او ژوند په اړه له پاکستاني ادارو پوره ډاډ نه وي ترلاسه کړی؛ تر هغو پورې به خپلو لاریونونو ته دوام ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي