۰

پاکستان د لشکر طیبه مشر حافظ سعید محاکمه کوي

دوشنبه ۱۱ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۲۰
پاکستان کې لشکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید، چې په ترهګرو کړنو او ترهګرو په ملاتړ تورن دی محاکمه کېږي.
پاکستان د لشکر طیبه مشر حافظ سعید محاکمه کوي
پاکستان کې  لشکر طیبه ډلې مشر حافظ سعید، چې په ترهګرو کړنو او ترهګرو په ملاتړ تورن دی محاکمه کېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي، حافظ سعید په افغانستان او هند کې په ډېرو هغو ترهګرو بریدونو کې  لاس لري، چې له امله یې سلګونو کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د پاکستان په لاهور کې هم یوې محکمې تایید کړې، چې حافظ سعید په ترهګریزو کړنو، د چندې په نامه ترهګرو ډلو ته په پیسو ټولولو او د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن دی.

د لاهور دغه محکمې زیاته کړې، چې د نوموړي په اړه به د روانې میلادي میاشتې په اوومه نېټه خپله پرېکړه اعلان کړي، او هغه به د ترهګریزو فعالیتونو په تور محاکمه شي.

امریکا حافظ سعید په تور لېست کې شامل کړی او له پاکستان یې غوښتي، چې هغه ونیسي.

دغه راز هند هم نوموړی په خونړیو ترهګریزه بریدونو تورن کړی او څو څو ځله یې  د هغه د نیول کېدو غوښتنه کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي