۰

دفاع وزارت د ۶۸ طالبانو د وژل کېدو خبرورکړی دی

دوشنبه ۲۵ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۴
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دفاع وزارت د ۶۸ طالبانو د وژل کېدو خبرورکړی دی
ملي دفاع وزارت وايي، د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۱۱۳ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت نن دوشنبې د لیندۍ ۲۵ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، افغان ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې طالبانو ته یاده مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینه زیاتوي، چې افغان ځواکونو د هېواد په ۱۵ ولایتونو کې د طالبانو ضد ۱۷ پلان شوي عملیات تر سره کړي، چې په ترڅ کې یې ۱۱۳ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د وزارت خبرپاڼه وایي، په دغه عملیاتو کې ۶۸ طالبان وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۲۵ نور د افغان ځواکونو له خوا ژوندي نیول شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي