۰

جوزجان کې هم ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

سی شنبه ۲۶ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۰
له خوست او مزار شریف وروسته جوزجان ولایت کې هم پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
جوزجان کې هم ماین چاودنې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اړولې
له خوست او  مزار شریف وروسته جوزجان ولایت کې هم پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې شپږو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن سه شنبې د لیندۍ ۲۶ مه له غرمې وروسته د جوزجان د مرکز شبرغان ښار د جر قدوق فابریکې ته څېرمه رامنځ ته شوې.

سیمه ییز چارواکي وايي، چاودنه د سړک د غاړې خښ شوی ماین و، چې د همدې فابریکې د کارکوونکو په موټر شوې ده.

د جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف آذر وايي، د جر قدوق فابریکې څلور کارګران د غازو له څاګانو څخه د غازو د را ایستنې په هدف دغې فابریکې ته پر لاره و چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین برابر شوی دي.

نوموړي زیاته کړه، چې په دغه چاودنه کې یو کارګر وژل شوی او درې نور کارګران او دوه امنیتي سرتېري چې له هغوی سره و ټپیان شوي دي.

د جوزجان د والي ویاند وایي، د پېښې ټپیان روغتون ته د درملنې په موخه لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده، چې نن سهار د خوست ولایت عليشېر ولسوالۍ کې هم د ولسي وګړو په سراچه موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې.

سیمه ییز چارواکي وايي، په چاودنه کې پنځه تنه نارینه، دوه مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي، چې ټول ولسي وګړي دي.

بل خوا نن سهار شاوخوا ۹ بجې د بلخ ولایت د مرکز مزرا شریف ښار په الکوزي څلور لاري کې هم په بایسکل کې د اېښودل شوي ماین په چاودنه کې ۱۸ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې پنځه ترافیکي هم په کې دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي