۰
دانش:

حکومت د تقنني فرمانونو صادرولو کې کوم بد نیت نه لري

پنجشنبه ۲۸ قوس ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۴۷
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، حکومت د تقنني فرمانونو صادرولو کې هېڅ ډول بد نیت نه لري، بلکې موخه یې یوازې د قانون د پلي کولو لپاره د خنډونو له منځه وړل دي.
حکومت د تقنني فرمانونو صادرولو کې کوم بد نیت نه لري
د ولسمشر دوهم مرستیال سروردانش وايي، حکومت د تقنني فرمانونو صادرولو کې هېڅ ډول بد نیت نه لري، بلکې موخه یې یوازې د قانون د پلي کولو لپاره د خنډونو له منځه وړل دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي دانش چې نن پنشنبې د لیندۍ ۲۸ مه کابل کې د جزا کود د مخکتنې په غونډه کې وینا کوله و ویل، چې د ملي یووالي حکومت په تېره پنځه کلنه دوره کې ۴۵۰ مقررې، قانون او تقنني فرمانونه د ملي شورا یا حکومت له خوا تصویب او نافذ شوي دي.

هغه د ولسمشر تقنني فرمانونو ته په اشارې زیاته کړه، د ملي شورا ځینې استازي دا فکرکوي، چې  حکومت یا ولسمشر د خپلو شخصي موخو، تقابل او یا هم د ملي شورا په صلاحیتونو کې د مداخلې لپاره قوانین د فرمان له لارې تنفدوي.

خو په وینا یې هېڅ کله هم داسې نه ده، بلکې حکومت ملي شورا او د هغوی قانوني ځای ته خورا درناوی لري او دغه تقنني فرمانونه د هغه واک له مخې، چې قانون ولسمشر ته ورکړی، یوازې د هېواد د ستونزو د حل لپاره صادر شوي دي.

ښاغلي دانش ټینګار وکړ، چې حکومت دغه کار د کارونو د تنظیم، اصلاحاتو، ستونزو ته د رسېدنې، او ځینو نړیوالو ژمنو پر اساس څه تر لاس لاندې نیولی، چې تقنني اسنادو طی مراحل زیات وخت غواړي.

دی وايي، همدا اوس لسګونه قانوني اسناد په ملي شورا کې  بې  تصویبه پراته دي او معلومه نه ده، چې څه وخت به تصویبېږي او دغه حالت د حکومت ډېرې اجرائیوي برخې له په ټپه درېدو سره مخ کړې دي.

نوموړي د ماشومانو د ملاتړ قانون د بېلګې په توګه یاد کړ، چې دغه قانون نېږدې پنځه کاله د ولسي جرګې په اجنډا کې نیول کېده خو اخر حکومت اړ شو،  چې تېر کال د یوه تققني فرمان پر مټ هغه نافذ کړي.

د ولسمشر دوهم مرستیال زیاته کړه، چې همدې ته په کتو حکومت د تقنني فرمان په صادرولو کې هېڅ ډول بد نیت نه لري او له ملي شورا یې غوښتنه وکړه، چې قانون جوړونې ته لومړیتوب ورکړي او په دې برخه کې په سرعت سره کار وکړي.

په ورته وخت کې ښاغلي دانش دا هم و ویل، چې که څه هم د قانون جوړونې په برخه کې زیات پرمختګونه شوي، خو په وینا یې قوانین د منځپاڼګې او شکل له مخې زیاتې ستونزې لري، چې باید ورته ځانګړې پاملرنه وشي.

هغه د قانون نه شرح یوه بله لویه ستونزه یاده کړه، ویې ویل دا چې له قانون څخه علمي شرحه نه کېږي همدا ده، چې منځپانګه یې د درک وړ نه ده او د اجرا په برخه کې یې هم ستونزې رامنځ ته کېږي.

ولسمشر دوهم مرستیال په هېواد کې د قانون په شرحه کېدو ټینګار وکړ، ویې ویل دا د حقوقو د استادانو دنده ده، چې  قوانین تجزیه او تحلیل کړي تر څو یې د متن څخه ګونګ توب ورک شي.

ښاغلي دانش په عدلي او قضايي بنسټونو کې اصلاحاتو ته هم اشاره وکړه خو ویې زیاته یې کړه، ټول پوهېږي، چې د دغه بنسټونو د کارکوونکو د پوهې کچه ټیټه ده.

دانش وايي، اصلاحات هغه وخت کېدای شي، چې موږ خپله بشري وړتیا لوړ کړو که نه په وینا یې ګټور اصلاحات به رامنځ ته نه شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي