ملي دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو بلخ ولایت کې د افغان ځواکونو په یوه امنیتي پوسته ډلیز برید کړی او ۱۳ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خب له مخې سرچینه زیاتوي، چې طالبانو نن سه شنبې د مرغومي درېیمه د بلخ ولایت د دولت آباد ولسوالۍ په خیلي ګیلي سیمه کې د ملي اردو او ملي امنیت پر ګډه پوسته ډلیز برید کړی وو.
د ملي دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د طالبانو په دغه برید کې د ملي اردو ۷ سرتېري شهیدان شوي او درې نور ټپیان شوي دي.
دغه راز دفاع وزارت زیاته کړې، چې په دې برید کې د ملي امنیت درې کارکوونکي هم ټپیان شوي دي.
دفاع وزارت وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل